طالبانوپه کابل کې د ښځو اوسړو لپاره میلاځایونه هم سره وویشل
د طالبانو حکومت د افغانستان په پلازمینې کابل کې په میلا ځایونو یا تفریحي ځایونو کې دښځو او سړیو شتون هم وویشۀ .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د طالبانو له خوا د افغانستان په تیره بیا د کابل د میلا ځایونو یا تفریحي پارکونو د ویشل کیدا په اساس،دغه سمې په اونۍ کې څلور ورځې د سړیو لپاره او درې ورځې د ښځو لپاره مخصوصې کړي دي .طالبانو له دې مخکې هم د ځينو فرمانونو کې د ښارونودننه او له یوه ښاره بل ښار ته دتلو په لاره کې د ښځو له تګ راتګ سره خپل مخالفت اعلان کړی او همداراز ئې په پوهنتونونو کې د هلکانو ترڅنګ د انجونو زده کړې هم منع کړي دي
د طالبانو دامر بالمعروف اونهی از منکر د وزارت د تقسیم بندۍ په اساس ،چې نن په رسنیو کې خپره شوې ده ،یکشنبه ، دوشنبه، او سه شنبه درې ورځې دښځو لپاره تفریحي ځایونه مخصوص کړي دي او دوي په د غو ورځو کې د حجاب او ستر په رعایتونلو سره میلاځایونو ته تللی شي . په همدې ترتیب سره دغه میلا مرکزونه ، د چارشنبې ،پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې هم دسړیو لپاره مخصوص شوي دي .
ددغه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ،که ددغو موردونو او فرمانونو خلاف ورزي وشي ،نو د تفریحي مرکزونو له خاوندانو اومسئولانو سره به قانوني چلند وشي .