پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه ونیوی شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114014-پاکستان_ته_د_وسلو_د_قاچاق_مخه_ونیوی_شوه
د طالبانو چارواکي خبر ورکوي چې ځواکونو یې پاکستان ته د ۳۴ میله سپکو او درنو وسلو د قاچاق مخه نیولې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2022 08:32 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د طالبانو چارواکي خبر ورکوي چې ځواکونو یې پاکستان ته د ۳۴ میله سپکو او درنو وسلو د قاچاق مخه نیولې ده

د «۲۰۱» خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي نن د افغانستان رسنیو ته وویل چې د اسلامي امارت ځواکونو د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په «بیربورۍ» سیمه کې هغه ۳۴ میله سپکې او درنې وسلې نیولې چې پاکستان ته قاچاق کېدلې.

په نیول شوو وسلو کې زيکويک، دهشکې، ۸۲ توپ، راکټونه، پيکاوې، کلاشينکوفونه او لسګونه فیره مرمۍ شاملې دي.

له دې مخکې هم ګاونډیو هېوادنو ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

طالبان وايي هېچا ته به د وسلو د قاچاق اجازه ورنه کړي او په دې برخه کې به له سرغړونکو سره جدي چلند وشي.