ننګرهار کښې تصفیوي عملیات شروع شول
د ننګرهار د والي د ویاند له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په دې ولایت کښې دامنیتي ځواکونو له لورې تصفیوي عملیات شروع شول.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په خبرپاڼه کې دا نه دې ویل شوي چې دا عملیات دچا په خلاف او دکومو اهدافو لپاره شروع شوي خو زیاته شوې چې د ننګرهار ولایت اوسیدونکي به د دغوچاڼیزو عملیاتو په دوران کې ښه خبرونه واوري. بل پلو د ننګرهار ولایت داستخباراتو ریاست مطبوعاتی دفتر دکابل جلال اباد په لویه لار د لسو تنو وسله والو غلو د نیول کیدو خبر ورکړ. ددغه دفتر له لورې رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شویو کسانو غوښتل په جلال اباد کې له یو کور څخه د وسلو په زور غلا وکړي چې هدف ته له رسیدو وړاندې ونیول شول د خبرپاڼې په وینا نیول شویو کسانو چې ټول یې جرمي مخینه هم لري په خپلو کړنو اعتراف کړے او اوس مهال تر تفتيش لاندې دي . دی ادې ادارې له لورې رسنیو ته په استول شوې یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي چې د استخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو یوه څلور کسیزه ډله نیولې او دهغوې له منګولو یې یو تن چې خواوشادوه میاشتې وړاندې یې تښتولی او له کورنۍ څخه يې دهغه د خوشې کیدو په بدل کې د درې سوه زره ډالرو د ورکړې غوښتنه کړې وه آزادکړی دے. که څه هم چې طالبانو په راتلو سره په ننګرهار کښې د انسان تښتونې په پېښوکې کموالی راغلی خو لا هم ځینې وړې ډلګۍ شته چې دا ډول کړنې ترسره کوي او دخلقو اندیښنې یې زیاتې کړې دي