طالبانو د زلمي خلیل زاد څرګندونې شخصي وبللې
طلوع نیوز ټيلي ویژن راپور ورکړ طالبانو د دوحې د موافقې د نه عملي کیدا په هکله د زلمي خلیل زاد د ادعا د ردولو په ترڅ کښې دغه څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله .
د افغانستان په چارو کښې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د اسلام اباد په امنیتي غونډې کښې ویلي وو طالبانو د اوسني حکومت د سیاسي جوړښت په رامینځته کولو کښې د دوحې د موافقې پراساس عمل نه دی کړی .
د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وویل زلمی خلیل زاد همدا اوس عادي سړی دی او هیڅ پوسټ او مسوولیت نلري نو ځکه خو د هغه نظر شخصي دی .
هغه ټینګار وکړ حاضردمه ټول مسائیل د افغانستان له ژمنو او اصولو سره سم روان دي .
د دوحې موافقه د دوه زره شلم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په نهویشتمه نیټه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په وخت کښې د امریکا او د طالبانو ډلې ترمینځ د قطر په پلازمینې دوحې کښې لاسلیک شوي وه .
له افغانستانه د امریکا او د ناټو د پوځيانو وتل او د طالبانو لخوا د القاعده ډلې د فعالیت مخه نیول او په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول د قطر د موافقې ځینې مادې وې .
د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کښې د ځنډ کولو په دلیل د افغانستان د طالبانو په موقته حکومت هماغه راز نیوکې دوام لري .