سرلشکر موسوي: د امریکا او صهیونیستانو پر ژمنو هېڅ باور نه لرو
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز وایي، موږ د امریکایانو او صهیونیستانو پر قولونو او ژمنو هېڅ باور نه لرو او د دوی د احتمالي بیا شرارتونو سره د قاطع مقابلې لپاره په بشپړه توګه چمتو یوو.
پارس ټوډی د ایرنا له قوله خبر ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ لوی درستیز جنرال سید عبدالرحیم موسوي، د تاجکستان هېواد دفاع وزیر جنرال امام علي صابرزاده سره ټلیفوني خبري کړي.
سرلشکر موسوي په دې خبرو کې د ۱۲ ورځني تحمیلي جنګ په ترڅ کې د تاجیکستان د ملاتړ له امله مننه وکړه او ويې ویل: سردار شهید سپهبد باقري تل د تاجیکستان لپاره ځانګړی پام او توجه درلوده.
نوموړي زیاته کړه، شهید باقري د ایران او تاجیکستان د وسلهوالو ځواکونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا یې ټینګار کاوه او په دې لاره کې یې مثبت او اغېزناک ګامونه پورته کړي وو، او زه به هم دې لارې ته دوم ورکړم.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز د ۱۲ ورځني تحمیلي جنګ د بهیر په اړه زیاته کړه: د دښمن د دې بېشرمه جنایت سره، نړیوالو ته ثابته شوه چې امریکا او د ماشومانو وژونکي صهیونیستي رژیم د هېڅ نړیوال اصل او نورم سره پابند نه وو او د خپل ټول توان سره یې د ایران د وسلهوالو ځواکونو سره ۱۲ ورځې جګړه وکړه، خو خپلو موخو ته ونه رسېدل.
هغه وویل: یاد رژیم په دغه ورځو کې سخت ګوزارونه وخوړل او له همدې امله امریکا د صهیونیستي رژیم د ژغورلو لپاره د اوربند غوښتنه وکړه.
سرلشکر موسوي په پای کې ټینګار وکړ: موږ د امریکایانو او صهیونیستانو پر قولونو او ژمنو هېڅ باور نه لرو او د دوی د احتمالي بیا شرارتونو سره د قاطع مقابلې لپاره په بشپړه توګه چمتو یوو.
د تاجیکستان د دفاع وزیر «امام علي صابرزاده» په دې ټیلیفوني خبرو کې د سرلشکر موسوي لپاره د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز د نوي رئیس په توګه مبارکي او د بریالیتوب هیله وکړه او ټینګار یې وکړ: د سردار شهید سپهبد باقري او نورو د وسلهوالو ځواکونو د قوماندانانو او همدارنګه د ایران د بېګناه خلکو شهادت د تاجیکستان د دولت، خلکو او وسلهوالو ځواکونو لپاره لوی غم دی او زموږ د خواخوږۍ مراتب د دې عزیزانو د لاسه ورکولو په غم کې قبول کړئ.
د تاجیکستان د دفاع وزیر د دوو هېوادونو د ژورو کلتوري، ژبني او تاریخي اشتراکاتو په ټینګار سره، د تاجیکستان او ایران اړیکې د ورورولۍ پر بنسټ وبللې او ويې ویل: د تاجیکستان دولت او خلک د ایران خلک د خپل دوست په توګه ګڼي او دوی یې د یوه ریښتیني ورور په توګه مني.