په ننګرهار کې ۴۰۰ میرمنوته د ګنډلو ماشینونه ورکړل شول
مولوي فریدا... حقاني وویل دغو میرمنو سره چۍ د بې وزلو ګورنیو سره تړاو لري دزده کړو پرمهال هم مالي مرسته شویده
دننګرهار دکار او ټولنیزو چارو ریس مولوي فریدا...حقانی وایي دغه څلور سوه مېرمنی د جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې دي چې د څلورو میاشتو په موده کې یې دګلدوزۍ او ګنډلو په برخه کې عملي زده کړې تر لاسه کړې
مولوي فریدا... حقاني وویل دغو میرمنو سره چۍ د بې وزلو ګورنیو سره تړاو لري دزده کړو پرمهال هم مالي مرسته شویده
دنوموړي پر وینا دوې اوس د ګنډلو ماشینونو او نورو اړوندو وسایلو په تر لاسه کولو سره دخپلو کورنیو داقتصادي وضیعت په ښه کولو کې مرسته وکړي
دننګرهار ولایت دکار او ټولنیزو چارو ریس پر وینا هڅه کوي چې د مرستندویه ادارو او سوداګرو په مرسته ددغو میرمنو له لورې تولید شویو توکیو ته دپلور بازار ومومي