طالبان مو حاضرۍ ته غواړي خو معاش نه راکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114626-طالبان_مو_حاضرۍ_ته_غواړي_خو_معاش_نه_راکوي
دا په داسې حال کې ده،چې طالب چارواکو په ډېرو برخو کې د پخوانيو مامورينو د معاشونو د پر وخت اجرا کيدو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2022 08:23 Asia/Kabul
  • طالبان مو حاضرۍ ته غواړي خو معاش نه راکوي

دا په داسې حال کې ده،چې طالب چارواکو په ډېرو برخو کې د پخوانيو مامورينو د معاشونو د پر وخت اجرا کيدو خبر ورکړی.

د افغانستان د دفاع وزارت يو شمېر ملکي کارکوونکي وايي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره دندو ته غوښتل شوي، خو طالبانو یې حتی د تېر کال د اسد میاشتې د اجرا شویو معاشونو ورکړه هم ځنډولې ده.

يو شمېر دغو کارکوونکو ویلي، چې طالبان یې د حاضرۍ او کار لپاره غواړي خو معاشونه یې نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په ډېرو برخو کې د پخوانيو مامورينو د معاشونو د پر وخت اجرا کيدو خبر ورکړی.

په وروستيو کې له طالبانو څخه د پخوانيو مامورينو د ګوښه کیدو او پر ځای یې د خپلو نا مسلکي جنګیالیو او نفوذي کسانو د ګومارلو خبرونه زبات شوي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي مخکې په بهرنيو سفرونو کې دا خبره ډېره کوله، چې د جمهوري نظام تر ۵ لکو پورې کارکوونکي ور پاتې او خپلو دندو ته دوام ورکوي، خو په وروستيو کې د هغوی د ګوښه کیدو او له دې کبله د دولتي چارو د ټکني کیدو شکایتونه زیات شوي دي.