په جلال آباد کې له پوهنتون سره د ایران مرستې
په جلال اباد کې دایران اسلامي جمهوریت سرکونسلګرۍ له یو خصوصي پوهنتون سره د سلګونو ټوکو درسي کتابونو مرسته وکړه.
دایران اسلامي جهوریت سرکونسل مجید صادقي دولت ابادي وایي دافغانستان له دولتي او خصوصي پوهنتونونو او نورو کلتوري ادارو سره د علمي او کلتوري مرستو او اړیکود ټینګیدو په دوام په جلال اباد کې د روښان په نوم دخصوصي لوړو زده کړو موسسې سره د شپږ سوه پنځوس ټوکو درسي کتابونو مرسته وشوه.
ښاغلي صادقي دولت ابادي وویل دا کتابونه به د یادې موسسې له زده کړیالانو سره د هغوې د علمي کچې لوړو لو ا اضافي معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي . نوموړي وویل په پام کې ده چې ورته مرسته په جلال اباد کې له نورودولتي او خصوصي پوهنتونونو ، کتابتونونو او علمي او کلتوری مرکزونو سره ترسره شي. پر همدې مهال په جلال اباد کې د روښان خصوصي لوړو زده کړو موسسې ریس فاتح ګل شینواري دایران اسلامي جمهوریت له دې ګټورې او پر ځای مرستې نه دمننې په څرګندولو سره وویل دا کتابونه به ترډیره بریده زموږد زده کړیالانو اواستاذانو علمي تنده خړوبه او ستونزې به یې راکمې کړي . په جلال اباد کې دایران اسلامي جهوریت سرکونسلګرۍ تر دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې له یو شمیر دولتي او خصوصي ادارو سره په بېلابېلو برخوکې مرستې کړي دي.
په دې اړه زمونږ د خبریال ږغیز راپور واورئ