طالبان د انجلیو د ښوونځیو په هکله اختلافات لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114790-طالبان_د_انجلیو_د_ښوونځیو_په_هکله_اختلافات_لري
فرانسې خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د انجلیو د ښوونځیو بندیدل د دې ښودنه کوي چې د طالبانو کړچار هماغه راز د دغه ډلې د سرزورو کسانو لخوا اداره کیږي او د مهمو مسائیلو په هکله د دوې ترمینځ اختلافات هماغه راز شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2022 00:30 Asia/Kabul
  • طالبان د انجلیو د ښوونځیو په هکله اختلافات لري

فرانسې خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د انجلیو د ښوونځیو بندیدل د دې ښودنه کوي چې د طالبانو کړچار هماغه راز د دغه ډلې د سرزورو کسانو لخوا اداره کیږي او د مهمو مسائیلو په هکله د دوې ترمینځ اختلافات هماغه راز شته .

د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي چې غوښتل نوم یې ایشوا نشي ویل د انجلیو د ښوونځیو د بندولو حکم ورانونکی و .

د انجلیو د ښوونځیو د بندولو فیصله په قندهار ولایت کښې د طالبانو د مشرانو له پټې غونډې وروسته وشوه خو د توجیه لپاره یې هیڅ رسمي دلیل نه دی وړاندی کړی شوی .

طالبان یوازې دغه یادونه کوي چې د انجلیو زده کړې باید د شریعت او د اسلامي قوانینو پراساس چې هغوې یې د ډیرې سختې نسخې دفاع کوي ترسره شي .

د طالبانو دغه لوړرتبه چارواکي زیاته کړه د دغه ډلې مشر هیبت الله اخوند زاده او څو نور مشران د انجلیو د زده کړې په موضوع کښې ډیر زوړپاله دي او اخري خبره یې وکړه .

طالبانو واک ته له رسیدا وروسته د مارچ د میاشتې په درویشتمه(۲۳) نیټه د ښوونځیو له بیرته پرانیستل کیدا څو ساعته وروسته چې له مخکې څو میاشتې څخه یې اعلان کړی و په ناڅاپه اقدام کښې د انجلیو ښوونځي بیا بند کړل او دغه اقدام د نړیوالې ټولنې غصه راوپاروله .