د افغانستان طالبانو د صهیونیسټانو بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114794-د_افغانستان_طالبانو_د_صهیونیسټانو_بریدونه_وغندل
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په الاقصی جومات او په قدس کښې په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د وروستیو حملو په غندلو سره د دغه رژیم د تیریو په مقابل کښې د اسلامي هیوادونو د مقاومت کولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2022 00:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د صهیونیسټانو بریدونه وغندل

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په الاقصی جومات او په قدس کښې په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د وروستیو حملو په غندلو سره د دغه رژیم د تیریو په مقابل کښې د اسلامي هیوادونو د مقاومت کولو غوښتنه وکړه .

د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت پرون په یوې خبر پاڼه کښې په الاقصی جومات کښې په بې ګناه ملکي وګړو باندې د صهیونیسټ نیواکګرانو د حملو د غندلو په ترڅ کښې په نړیوالې ټولنې او اسلامي هیوادونو غږ وکړ د فلسطین د خلکو د انساني حقوقو د احقاق او د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو لپاره عملي او جدي ګامونه پورته کړي .

د فلسطین د لویدیځې غاړې ښارونه په تیره بیا جنین ، قدس او الاقصی جومات د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدا راهسې د صهیونیسټ رژیم له سختو تیریو سره مخامخ دي او تراوسه د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو عسکرو په ډزو باندې د فلسطین یوشمیر ښاریز شهیدان شوي هم دي .

نوي راپورونه وایي چې د صهیونیسټ رژیم په دغو بریدونو کښې کابو شل(۲۰) فلسطینیان شهیدان او یوسل شپیته (۱۶۰)نور ژوبل شوي دي .

صهیونیسټ نیواکګرو عسکرو د الاقصی جومات په انګڼ کښې د لمونځ  ګزارو د ځپلو لپاره اوښلن ګازونه استعمال کړي دي او د وسپنې ګولې یې کارولي دي .