یو شمیرکسانو په خوست کې د پاکستان پرضد لاریون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114838-یو_شمیرکسانو_په_خوست_کې_د_پاکستان_پرضد_لاریون_وکړ
د سرپرست حکومت وياند ذبيح ا... مجاهد هم پر خوست او کونړ کې د پاکستاني جيټ تيارو د بريد په تړاو ويلي چې پاکستان دې د افغانانو حوصله نه ازمايي کنه بدې پايلې به ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2022 01:18 Asia/Kabul
  •  یو شمیرکسانو په خوست کې د پاکستان پرضد لاریون وکړ

د سرپرست حکومت وياند ذبيح ا... مجاهد هم پر خوست او کونړ کې د پاکستاني جيټ تيارو د بريد په تړاو ويلي چې پاکستان دې د افغانانو حوصله نه ازمايي کنه بدې پايلې به ولري.

د افغانستان پر دوو ولایتونو د پاکستانیو جیټ الوتکو د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په خوست ولایت کې د پاکستان پر ضد لاریون ترسره شو.

د پاکستان د هوایي ځواک جیټ الوتکو  دغه بمبار د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو پر څو کورونو شوی، چې په ترڅ کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه راز دغو الوتکو پر کونړ ولایت هم هوایي بریدونه کړي او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

لاريون کوونکو چې د پاکستان پرضد يې شعارونه ورکول او په پېښه کې د وژل شويو کسانو انځورونه يې ليږل، له افغان سرپرست حکومت او د نړيوالې ټولنې يې د پاکستان د دغه بريد په اړه د جدي تصميم نيولو غوښتنه وکړه.

اخوا د سرپرست حکومت وياند ذبيح ا... مجاهد هم پر خوست او کونړ کې د پاکستاني جيټ تيارو د بريد په تړاو ويلي چې پاکستان دې د افغانانو حوصله نه ازمايي کنه بدې پايلې به ولري. ده ويلي چې حکومت په خوست او کونړ کې په مېشتو کډوالو د پاکستان بريدونه په کلکو ټکو غندي.

خو پاکستان وایی چی دغه برید یې په هغو ترهه ګرو کړې دې چی ئپه پاکستانی عسکرو یې حمله کړی ده . د ترهه ګرو په حمله کې ۷ پاکستانی عسکر وژل شوي دي .