ملګروملتونو د پاکستان په برید اندیښنه څرګنده کړه
Apr 17, 2022 06:24 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما(United Nations Assistance Mission in Afghanistan) په خوست ولایت باندې د پاکستان په وروستۍ هوايي حملې کښې د ملکي وګړو په تیره بیا د ماشومانو او د ښځو په وژل کیدا اندیښنه څرګنده کړه .
یوناما په یوه ټویټ پیغام کښې وویل په ملکي وګړو باندې هیڅکله بریدونه نه کیږي .
یوناما زیاته کړه کوشش کوي چې د افغانستان په سرحدي سیمو باندې د پاکستان د حملې د وژل شویو کسانو شمیر او حقایق معلوم کړي .
له تیرو کلونو راهسې د پاکستان پوځ په ځلونو د ترهګرو ډلو د له مینځه وړلو په پلمه د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کښې په یوشمیر سیمو بریدونه کړي دي چې تل د دواړو هیوادونو ترمینځ د ډپیلوماټیکو شخړو سبب شوي دي .
ټیګونه