طالبانو د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114850-طالبانو_د_انجلیو_د_ښوونځیو_د_پرانیستلو_خبر_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر یوځل بیا په نږدې راتلونکي کښې په ټول افغانستان کښې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2022 06:58 Asia/Kabul
  • طالبانو د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکړی

زمونږ خبریال وايي د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر یوځل بیا په نږدې راتلونکي کښې په ټول افغانستان کښې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا خبر ورکړ .

هغه فراه ولایت ته په سفر کښې وویل په افغانستان کښې د انجلیو ښوونځي زر بیرته پرانیستل کیږي او د هیواد انجلۍ د شرعي مسائیلو په رعایتولو سره ښوونځیو ته تللی شي .

ملا عبدالغني برادر وویل د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا لپاره یوشمیر اقدامات ترسره شوي دي او زر دغه ښوونځي بیرته پرانیستل کیږي .

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا او د هغوې شرایطو ته کومه اشاره ونکړه .

څو ورځې مخکې د طالبانو د زده کړې وزارت هم ویلي وو د انجلیو د ښوونځیو بیرته پرانیستل کیدل یوازې د طالبانو د مشر په حکم سره امکان لري .

د طالبانو د زده کړې وزارت ویاند عزیز احمد ریان هم وویل د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا لپاره مو وړاندیزونه او پلانونه د طالبانو د مشر دفتر ته استولي دي او په راتلونکو څو ورځو کښې به یې نتیجه معلومه شي .

طالبان د انجلیو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په دلیل د نړیوالې ټولنې له سخت دباو سره مخامخ دي .