یوه طالب د ماشوم د ژغورلو لپاره دواړه پښې له لاسه ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114856-یوه_طالب_د_ماشوم_د_ژغورلو_لپاره_دواړه_پښې_له_لاسه_ورکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په تورخم ښارګوټي کې یو طالب سرتیری د یو ماشوم د ژغورنې په بدل کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2022 08:03 Asia/Kabul
  • یوه طالب د ماشوم د ژغورلو لپاره دواړه پښې له لاسه ورکړې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په تورخم ښارګوټي کې یو طالب سرتیری د یو ماشوم د ژغورنې په بدل کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.

د تورخم کمیسار سید غازي الله هاشمي وایي تیره ورځ یوه(۱) ماشوم غوښتل په پټه د یو ټیلر موټر د لاندې د ډیورنډ له پولې واوړي او نږدې وه چې د موټر تر ټایرونو لاندې شي چې یو طالب سرتیري لیدلی او د هغه د ژغورنې لپاره یې خپل ځان د موټر د ټایرونو لاندې اچولی او د ماشوم ژوند یې ژغورلی دی.

د تورخم کمیسار ویلي چې په دغه خواشینونکي پیښې کې طالب سرتیري خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي دي .

د نوموړي پر وینا ډاکترانو د دغه طالب سرتیري روغتیا ډاډمنه بللي خو ویلي یې دي چې د ژوند تر پایه به پر خپلو پښو ونه دریږي .

په تورخم کې سلګونه ماشومان دخپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډې د موندلو لپاره د  سختو او درنو کارونو په ترسره کولو بوخت دي چې کله ناکله له داسې پېښو سره هم مخامخ کیږي .

خواوشاه یوه میاشت وړاندې هم په تورخم کې دوه تنه کوچنیان د موټر د ټایرونو لاندې وژل شوي او یو بل سخت ژوبل شوی و.