طالبان:
د قاسم قائم د وژل کېدو د پېښې څېړنه روانه ده
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزارت د پخواني حکومت د یو افسر د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پرون په یو خپور کړي ویډیويي پیغام کې ویلي چې دوی د قاسم قائم په نوم د یو افسر د وژل کېدو په باره کښې څېړنې کوي، چې نتیجه به یې وروسته له رسنیو سره شریکه شي.
تر دې وړاندې د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي پرخپله فېسبوک پاڼه کښې لیکلي وو چې قاسم قائم د طالبانو له راتګ وروسته بېرته خپلې دندې ته ستون شوے و، چې د طالبانو له لوري وژل شوے دے.
باید یاده شي چې قاسم قاېم په تېر حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د افسرانو عمومي مدیر ؤ، چې د طالبانو له راتګ وروسته بېرته خپلې دندې ته ستون شوے ؤ. ویل کېږي چې نوموړی د تېرې نهې په ورځ بې درکه شوے ؤ، چې وړمه ورځ یې جسد پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارل شوے دے.