ځینو پخوانیو جهادي شخصیتونو د طالبانو ملاتړ اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114994-ځینو_پخوانیو_جهادي_شخصیتونو_د_طالبانو_ملاتړ_اعلان_کړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان یوشمیر پخوانیو جهادي قومندانانو د هرات له والي سره په کتنه کښې د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 09:17 Asia/Kabul
  • ځینو پخوانیو جهادي شخصیتونو د طالبانو ملاتړ اعلان کړ

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان یوشمیر پخوانیو جهادي قومندانانو د هرات له والي سره په کتنه کښې د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړ .

د افغانستان یوشمیر پخوانیو جهادي قومندانانو خپل هیواد ته له ستنیدا وروسته د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره کتنه او خبرې کړي دي .

د افغانستان پخوانیو جهادي قومندانانو په دغه کتنه کښې وویل هغه کسان چې د حکومت له بدلیدا وروسته بهر هیوادونو ته تللي دي خپل هیواد ته ورستانه شي او د افغانستان په ثبات او غوړیدا کښې د طالبانو له حکومت سره مرسته وکړي .

د افغانستان دغو پخوانیو جهادي قومندانانو وویل څرنګه چې مونږ په ټول هیواد کښې د امنیت او عدالت کتونکي یوو فیصله مو وکړه چې خپل هیواد ته ورستانه شو او په کامل عزت او سولې او ثبات سره ژوند وکړو .

د هرات والي هم په خارج کښې له نورو هستوګنه افغانانو وغوښتل چې افغانستان ته ورستانه شي .