طالبانو له چین سره د اړیکو په پراخولو ټینګا وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115018-طالبانو_له_چین_سره_د_اړیکو_په_پراخولو_ټینګا_وکړ
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د معدنونو او د تیلو د وزارت سرپرست په کابل کښې د چین د سفارت له شارډز افیر ډینګ ینان سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو او د دوستۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2022 00:32 Asia/Kabul
  • طالبانو له چین سره د اړیکو په پراخولو ټینګا وکړ

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د معدنونو او د تیلو د وزارت سرپرست په کابل کښې د چین د سفارت له شارډز افیر ډینګ ینان سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو او د دوستۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه .

د طالبانو حکومت د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه نیټه  واک ته له رسیدا وروسته د معدنونو په استخراج کښې د خارجي پانګونې په تیره بیا د چین د پانګونې کوشش کوي .

د طالبانو د معدنونو او د تیلو د وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کښې د چین د سفارت له شارډز افیر دینګ ینان سره په کتنې کښې وویل چین تل له افغانستان سره دوستانه اړیکې لري او طالبان له چین سره د ملګرتیاو او د دوستۍ د ډیرې پراخیدا غوښتونکي دي .

په کابل کښې د چین شارډ افیر هم وویل چین چمتو دی چې د افغانستان د معدنونو په برخه کښې پانګونه وکړي .