ننګرهار کښې د ماین چاودنې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
عینی شاهدان وایي چاودنه نن له غرمې مخکې د خوږیاڼو ولسوالۍ د خورانو په سیمه کې د طالبانو پر یو رینجر موټر شوې ده.
یو عینی شاهدن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: چاودنه د مملي دولتي باغ دساتونکو پر موټر شوې ده چې له امله یې د باغ مسئول ژوبل شوی او څلور ساتونکي یې وژل شوي او موټر یې هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
د عیني شاهد په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې د وژل شویو طالبانو د سپرلې موټر د خوږیاڼیو ولسوالۍ له مرکز نه راروان و چې د سړک غاړې پر ایښودل شوي ماین والوته.
د ننګرهار ولایتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د چاودنې پړه هم تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.
تیره ورځ د جلال آباد ښار په دویمه ناحیه کښې هم د ناڅرګندو وسله والو په برید کښې درې تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.