ننګرهار کښې د ماین چاودنې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115036-ننګرهار_کښې_د_ماین_چاودنې_پنځو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 21, 2022 08:41 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د ماین چاودنې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

عینی شاهدان وایي چاودنه نن له غرمې مخکې د خوږیاڼو ولسوالۍ د خورانو په سیمه کې د طالبانو پر یو رینجر موټر شوې ده.

یو عینی شاهدن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: چاودنه د مملي دولتي باغ دساتونکو پر موټر شوې ده چې له امله یې د باغ مسئول ژوبل شوی او څلور ساتونکي یې وژل شوي او موټر یې هم په بشپړ ډول  ویجاړ شوی دی.

Image Caption

 

د عیني شاهد په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې د وژل شویو طالبانو د سپرلې موټر د خوږیاڼیو ولسوالۍ له مرکز نه راروان و چې د سړک غاړې پر ایښودل شوي ماین والوته.

د ننګرهار ولایتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د چاودنې پړه هم تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

تیره ورځ د جلال آباد ښار په دویمه ناحیه کښې هم د ناڅرګندو وسله والو په برید کښې درې تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.