په مزار شریف، کابل او قندوز کښې ترهګرې چاودنې شوې دي
د افغانستان په پلازمینې کابل او هم داشان مزارشریف او قندوز ښارونو کې نن څو چاودنې شوي خو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي
د نن ورځې وروستۍ چاودنه د مزارشریف ښار د شیعه مسلمانانو په یوه جومات کې شوې ده. راپورونه وايي چې په «سې دوکان» نومي جومات کې چاودنه داسې مهال وشوه چې لمونځ کوونکي په جمع ولاړ وو.
په دغې چاودنې کښې تراوسه دوه تنه مړه او له ۲۵ زیات ژوبل شوي دي چې مزار شریف ښار بوعلي سینا درملیز مرکز ته منتقل کړی شوي دي.
د شاهدانو په وینا د زخمونو د شدت په وجه د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته دی.
اخوا د کابل په لوېدیځ کې دوه چاودنې شوې دي. لومړۍ چاودنه د «تلاش دانش» په نوم ښوونځي کې شوې او دوهمه، چې د ماین وه، د کمپنۍ په سړک کې شوې او ویل کېږي چې په دواړو چاودنو کې ماشومان په نښه شوي دي.
د قندوز ښار په «دوره» سیمه کې هم چاودنه شوې خو د احتمالي مرګ ژوبلو او د چاودنې د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي.
په قندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس چاودنه تایید کړې خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.
تراوسه پورې کومې ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د کابل په لوېدیځ کې د ممتاز کورس او عبدالرحیم شهید ښوونځي د وروستیو چاودنو مسوولیت هم تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.