طالبانو د شیعیانو او اهل سنتو په اتحاد ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115150-طالبانو_د_شیعیانو_او_اهل_سنتو_په_اتحاد_ټینګار_وکړ
حنفی زیاته کړه د افغانستان د شیعه ، سنی ، پښتون ، تاجیک ، ازبک اوترکمن ترمینځ اختلاف نشته ځکه چی ټول مسلمانان دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2022 01:32 Asia/Kabul
  • طالبانو د شیعیانو او اهل سنتو په اتحاد ټینګار وکړ

حنفی زیاته کړه د افغانستان د شیعه ، سنی ، پښتون ، تاجیک ، ازبک اوترکمن ترمینځ اختلاف نشته ځکه چی ټول مسلمانان دي .

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د موقته دولت د مشر مرستیال عبدالسلام حنفی په مزار شریف کې د شیعیانو په جومات د وروستۍ حملې د شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کې وویل د شیعه او سنی ترمینځ فرق نشته او  په دغه هیواد کې ټول قومونه یوه بدن په شان دي .

حنفی زیاته کړه د افغانستان د شیعه ، سنی ، پښتون ، تاجیک ، ازبک اوترکمن ترمینځ اختلاف نشته ځکه چی ټول مسلمانان دي .

په وروستیو ورځو کې په مزار شریف  او کندوز جوماتونو په شمول د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کې ترهه ګرې حملې وشوې چی له امله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شول . د اکثرو چاودنو پړه داعش ترهه ګرې ډلې په غاړه اخیستی ده .

د افغانستان په مختلفو سیمو کې ترهه ګرو چاودنو پراخ داخلی  ، سیمه ایز او نړیوال غبرګونونه راپارولی دي .