له ترکيې وېستل شوي کډوال افغانستان ته ستانۀ کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115216-له_ترکيې_وېستل_شوي_کډوال_افغانستان_ته_ستانۀ_کړې_شول
له ترکيې څخه وېستل شوي له دوو سوو زيات افغان کډوال کابل ته ستانه کړې شول.
(last modified 2026-03-17T03:53:59+00:00 )
Apr 25, 2022 09:32 Asia/Kabul
  • له ترکيې وېستل شوي کډوال افغانستان ته ستانۀ کړې شول

له ترکيې څخه وېستل شوي له دوو سوو زيات افغان کډوال کابل ته ستانه کړې شول.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکيې حکومت دوه سوه اويشت افغان کډوال اوېستل او کابل ته يې ستانۀ کړل.

په ترکيې حکومتي چارواکي د کډوالو د وېستلو د توجيه لپاره د غېر قانوني کډوالو عبادت تکراروي.

د ترکيې د ختيځ مالاتيا صوبې د چارواکو د وېنا له مخې له دغې سيمې څخه تر اوسه شپږ سوه يواتيا افغان کډوال د کرايه په الوتونو کښې کابل ته ستانۀ کړې شوي دي.

ترکيه افغان کډوال له نيولو وروسته په کېمپونو کښې غونډوي او بيا يې افغانستان ته ستنوي.

د رپوټ له مخې ډېر زره به له ترکيې څخه د وېستل شويو افغان کډوالو شمېر ډېر زيات شي ځکه چې د مالاتيا صوبې ګڼ شمېر مهاجر کېمپونه له داسې کسانو ډک دي چې ټاکل شوې ده کابل ته ستانه کړې شي.

په داسې حال کښې چې ايران د امريکې د سختو بنديزونو باوجود  ميلينونو افغان کډوالو د تود هرکلي په وجه د نړيوالو بشردوستانه ادارو او د ملګرو ملتو د مشر آنتونيو ګوټرش لخوا ستائل شوے دے ترکيې په سلګونو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانۀ کړي او لا نور هم ستنوي.