له ترکيې وېستل شوي کډوال افغانستان ته ستانۀ کړې شول
له ترکيې څخه وېستل شوي له دوو سوو زيات افغان کډوال کابل ته ستانه کړې شول.
د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکيې حکومت دوه سوه اويشت افغان کډوال اوېستل او کابل ته يې ستانۀ کړل.
په ترکيې حکومتي چارواکي د کډوالو د وېستلو د توجيه لپاره د غېر قانوني کډوالو عبادت تکراروي.
د ترکيې د ختيځ مالاتيا صوبې د چارواکو د وېنا له مخې له دغې سيمې څخه تر اوسه شپږ سوه يواتيا افغان کډوال د کرايه په الوتونو کښې کابل ته ستانۀ کړې شوي دي.
ترکيه افغان کډوال له نيولو وروسته په کېمپونو کښې غونډوي او بيا يې افغانستان ته ستنوي.
د رپوټ له مخې ډېر زره به له ترکيې څخه د وېستل شويو افغان کډوالو شمېر ډېر زيات شي ځکه چې د مالاتيا صوبې ګڼ شمېر مهاجر کېمپونه له داسې کسانو ډک دي چې ټاکل شوې ده کابل ته ستانه کړې شي.
په داسې حال کښې چې ايران د امريکې د سختو بنديزونو باوجود ميلينونو افغان کډوالو د تود هرکلي په وجه د نړيوالو بشردوستانه ادارو او د ملګرو ملتو د مشر آنتونيو ګوټرش لخوا ستائل شوے دے ترکيې په سلګونو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانۀ کړي او لا نور هم ستنوي.