طالبانو نن په افغانستان کښې کوچنی اختر اعلان کړی
زمونږ خبریال وايي په داسې حال کښې چې په اکثرو اسلامي هیوادونو کښې سبا کوچنی اختر اعلان شوی خو د طالبانو د حکومت سترې محکمې نن په افغانستان کښې کوچنی اختر اعلان کړی دی .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټ پیغام کښې د دغه ډلې د سترې محکمې په قول وویل د میاشتې د لیدو د کمیټۍ د مسوول مولوي عبدالحکیم حقاني د نظر پراساس نن په افغانستان کښې کوچنی اختر دی .
په افغانستان کښې د کوچني اختر له اعلان وروسته طالبانو چې مخکې یې خپلو غړیو ته خبرداری ورکړی و له هوايي ډزو ډډه وکړي خو د طالبانو ځواکونو د جشن په توګه په پراخ ډول په بیلابیلو هوايي ډزې وکړې .
که څه هم د طالبانو دغه پراخې هوايي ډزې د کوچني اختر د جشن په هدف سره وشوې خو د افغانستان امنیتي حالاتو ته په پام سره د ډیرو کورنیو د اندیښنې سبب شوې .
په افغانستان کښې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې چټي وي .