په کابل کښې بم چاودنه شوي ده
فارس خبري اژانس وايي د کابل ښار په خیرخانه سیمه کښې د بم چاودنې په هکله د راپورونو له خپریدا سره په یووخت طالبانو وویل چې دغه چاودنه د دغه ډلې د غړیو لخوا په مدیریت سره شوي ده .
پرون مازیګر د کابل ښار په یولسمې (۱۱) حوزې کښې د بم غږ اوریدلی شوی و .
عیني کتونکي وویل چې دغه بم چاودنه د کابل ښار د خیرخانه په «حصه سوم» سیمه کښې شوي ده .
ویل کیږي چې دغه بم چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له کبله رامینځته شوي ده .
په کابل کښې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران رسنیو ته وویل د دغه ډلې امنیتي ځواکونو په خیرخانه سیمه کښې کنټرول شوي چاودنه ترسره کړي ده .
وړمه ورځ هم په کابل ښار کښې بم چاودنې پینځه(۵) کسان مړه او ژوبل کړي وو .
دا په داسې حال کښې دي چې افغانستان له تیرو څو اونیو راهسې په بیلابیلو سیمو کښې د ترهګرو حملو او بم چاودنو کتونکی دی .
په تیرو یولسو (۱۱) ورځو کښې په کابل ، بلخ او قندوز ولایتونو کښې د شیعه مسلمانانو په جوماتونو او ښوونځیو او په تیره د ګڼې ګوڼې په ځایونو کښې ترهګرې حملې شوي چې له کبله یې په لسګونو لمونځ ګزار او زده کونکي شهیدان او ژوبل شوي دي .