مومنان باید د جهنم له اور څخه د برائت سند وساتي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115534-مومنان_باید_د_جهنم_له_اور_څخه_د_برائت_سند_وساتي
افغان خبري اژانس راپور ورکړی د کوچني اختر له نیمکرغه ورځې سره په یووخت د افغانستان په شمول په اکثرو اسلامي هیوادونو کې عبادي او سیاسي لمونځ ترسره شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2022 08:15 Asia/Kabul
  • مومنان باید د جهنم له اور څخه د برائت سند وساتي

افغان خبري اژانس راپور ورکړی د کوچني اختر له نیمکرغه ورځې سره په یووخت د افغانستان په شمول په اکثرو اسلامي هیوادونو کې عبادي او سیاسي لمونځ ترسره شو .

د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د امام زمان علیه السلام د جومات امام حجت الاسلام حاجي حسن صالحي ټینګار وکړ مومنانو د روژې په نیولو سره د جهنم له اورو څخه د برائت سند ترلاسه کړ .

د کابل په لویدیځ کښې د امام زمان علیه السلام جامع جومات نن سهار د سلګونو زره لمونځ ګزارو کوربه و .

لمونځ ګزارو کوچنی اختر د حجت الاسلام حاجي حسن صالحي په امت ترسره کړه او یوه(۱) میاشت د نفس له تزکیې کولو وروسته یې کوچنی اختر ولمانځه .

صالحي د کوچني اختر په خطبو کښې ځان او لمونځ کونکي د الهي تقوا رعایتولو ته وروبلل او ویې ویل که چیرې څوک د خدای پاک لمن ونیسي او الهي تقوا رعایت کړي نو دغه لمن  اولیايي کوي او نن سبا مومنانو له یوه میاشت خالصانه عبادت وروسته د جهنم له اور څخه د ځانونو د ازادولو او د برائت سند ترلاسه کوي .

هغه وویل اوس باید ټول د دغه سند د ساتلو هڅه وکړي او اجازه ورنکړي چې یوځل بیا د نفساني خواهشاتو په دوکې خوړلو سره دغه سند له مینځه ولاړ شي .

د کابل د امام زمان علیه السلام د جومات امام صالحي د زکات فطریه ورکولو ته اشاره وکړه او ویې ویل په اسلام کښې دوه(۲) ډوله زکات شته د مال زکات او د روژې زکات چې د مال زکات د مال د پاکولو او د روژې زکات د بدن  د پاکولو لپاره ورکول کیږي .

د کابل په لویدیځ کښې د شیعه مسلمانانو د کوچني اختر دغه لمونځ په داسې حال کښې وشو چې د طالبانو حکومت دوه (۲)ورځې مخکې یعني په تیرې یکشنبې ورځ کوچنی اختر اعلان کړی و .