د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر غزني ته ورغلی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت وزیر مولوي عبدالباقي حقاني غزني ولایت ته سفر کړی
نن دافغانستان د لوړو زده کړو د وزارت وزیر مولوی عبدالباقي حقاني غزني ولایت ته په سفر راغلی و .
ښاغلي وزیر په دې سفر کې د غزني ولایت له والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده سره د ولایت په میلمستون کې لیدنه او اختر مبارکي وکړه.
په دې لیدنه کې د غزني ولایت د پوهنتون یو شمیر چار واکو او د ولایتي ادارو یو شمیر مسولینو هم ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني غزني ولایت ته دخپل سفر هدف د دې ولایت له رهبرۍ سره د لوړو زده کړو پربهیر سلامشورې او لارښوونې ترلاسه کول یاد کړ.
د نوموړي په وینا له اختر څخه وروسته دلوړو زده کړو د تدریس دلړۍ د پیلیدا په خاطر دې سفر ته اړتیا وه.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې غزني ولایت ته د افغاستان د پوهنې د وزرات وزیر مولوي نورالله منیر هم سفر درلود.