هزاره شیعیان له بشري ضده جنایتونو او نسل وژنې سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115562-هزاره_شیعیان_له_بشري_ضده_جنایتونو_او_نسل_وژنې_سره_مخ_دي
د افغانستن د وحدتِ اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي د وړوکي اختر په مناسبت یوه پيغام کښې وویل: د هزاره شیعیانو خلاف د بریدونو څرنګوالی ښئي چې دا ټولنه په پلان شوې توګه له انساني ضده جنایتونو او نسل وژنې سره مخامخ ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2022 03:07 Asia/Kabul
  • هزاره شیعیان له بشري ضده جنایتونو او نسل وژنې سره مخ دي

د افغانستن د وحدتِ اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي د وړوکي اختر په مناسبت یوه پيغام کښې وویل: د هزاره شیعیانو خلاف د بریدونو څرنګوالی ښئي چې دا ټولنه په پلان شوې توګه له انساني ضده جنایتونو او نسل وژنې سره مخامخ ده

محمد کریم خلیلي په دغه پيغام کښې چې پر خپل فیس بک یې خپور کړ، لیکلي دي: سږنې اختر په داسې حال کښې دی چې افغانستان د روژې په میاشتې کښې ډیرې خونړۍ پیښې ولیدلې او دغه ترهګرې حملې زیاتره په هزاره ټولنې شوې دي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر وویل: په دې وروستیو څو کلونو کښې د هزاره ؤ خلاف لسګونه حملې شوې دي چې د هیڅ کومې حملې او جنایت د عامل یا عواملو د پيژندلو لپاره صحي او قضايي تحقیق او څیړنه نه ده شوې او هم داشان د عدالت د اجرا کیدو او د قربانیانو د تاوان د جبیره کیدو په لړ کښې هم هیڅ اقدام نه دی شوی.

خلیلي د خپل پيغام په یوه بله برخه کښې لیکلي دي: په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنیدو څه باندې اته میاشتې وشوې خو هرڅومره چې وخت تیریږي، د افغانستان حالات ورځ په ورځ لا پيچلې او خرابیږي.

هغه له روان حالته د افغانستان د ایستلو او د یو منتخب ولسي نظام لپاره د زمینه جوړولو په لړ کښې د پراخ بنسټه انتقالي حکومت د جوړولو په موخه بین الافغاني خبرې اترې یوه مناسبه لاره وبلله.