د افغانستان د انجلیو د ښوونځیو ستونزه زر حل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115588-د_افغانستان_د_انجلیو_د_ښوونځیو_ستونزه_زر_حل_کیږي
فارس خبري اژانس وايي طالبانو په نږدې راتلونکي کښې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا د مشکل د هواري خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2022 23:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان د انجلیو د ښوونځیو ستونزه زر حل کیږي

فارس خبري اژانس وايي طالبانو په نږدې راتلونکي کښې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا د مشکل د هواري خبر ورکړ .

د افغانستان لوړرتبه غړي انس حقاني په خوست ولایت کښې وویل د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا د مشکل د حل کولو لپاره به د دیني عالمانو یوه(۱) غونډه جوړه شي .

د طالبانو د زدکړې وزیر مولوي نور الله منیر هم  څه موده مخکې ویلي وو چې د انجلیو ښوونځي به په نوي مکانیزم سره پرانیستل شي.

هغه ومنله چې د طالبانو حکومت د انجلیو د ښوونځیو د بیرته  پرانیستلو لپاره د نړۍ د هیوادونو لخوا تر سخت دباو لاندی دی او مونږ هم د سړیو او د ښځو  لپاره د زده کړې ضرورت درک کوو .

له بلې خوا د طالبانو د کابینې لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم فراه ولایت ته په سفر کښې هیله وکړه چې په افغانستان کښې د انجلیو ښوونځي زر بیرته پرانیستل شي .

دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د زده کړې وزارت څه موده مخکې ویلي وو چې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو حکم د دغه ډلې د مشر په لاس اختیار کښې دی او له مشر څخه د حکم د ترلاسه کیدا په بڼه کښې به زر د انجلیو ښوونځي له سره پرانیستل شي .

اوه (۷) میاشتې کیږي چې طالبانو د افغانستان انجلۍ ښوونځیو ته له تلو منع کړي دي او همدا اوس هم په ټول هیواد کښې د انجلیو ښوونځي بند دي چې دغه چارې د دنیا د زیاتو هیوادونو غبرګون ځان پسې لرلی دی .