طالبانو د احمد شاه مسعود د قبر سپکاوی وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115606-طالبانو_د_احمد_شاه_مسعود_د_قبر_سپکاوی_وغنده
ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو حکومت دې پېښې ته ورته پالیسي نه لري او دا عمل يې د تایید وړ نه دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2022 09:20 Asia/Kabul
  • طالبانو د احمد شاه مسعود د قبر سپکاوی وغنده

ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو حکومت دې پېښې ته ورته پالیسي نه لري او دا عمل يې د تایید وړ نه دی

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په پنجشير کې د هغې ویډیو په اړه غبرګون وښود چې یو شمېر کسان د پنجشېر د مشهور قومندان احمدشاه مسعود قبر ته څېرمه د اتڼ او نڅا په حال کې لیدل کېږي او یو شمېر خلکو دا کار د احمد شاه مسعود سپکاوی بللی دی.

ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو حکومت دې پېښې ته ورته پالیسي نه لري او دا عمل يې د تایید وړ نه دی.

 ‏‏نوموړي زیاته کړې:«له مختلفو ولايتونو څخه څو تنه په اختر کې پنجشېر ته د تفریح لپاره تللي او ممکن نڅیدلي وي، خو دقیق ويلای شي چې د هغوی هدف د جهادي شخصتونو سپکاوی نه و بلکې بې پروايي وه.»

مجاهد زیاتوي:«جهادي شخصتونه د طالبانو د درناوي وړ دي، د مړو توهین جواز نه لري او موږ هم د داسې عمل اجازه نه ورکوو، هڅه کوو چې د دغه ناسم عمل انګيزه معلومه او د داسې پېښو مخه ونيسو».

د یادونې وړ ده، چې ‏یاده ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د طالب پلوو او طالب مخالفو فعالانو په يوه لوی بحث بدله شوې او ګڼې ناندرۍ پرې روانې دي.