افغان محصلینو په کابل کې د هندوستان پرضد مظاهرې وکړې
مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د هند له حکومته وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم هغه افغان محصلان چې د هند په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره سکالرشیپونه ورکړل شوي اعتراض لري چې هند وېزه نه ورکوي.
دوی وايي، له کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان په کابل کې واک ته ورسېدل، هند افغانانو ته د وېزو ورکړه درولې ده.
معترض محصلان وايي، ۸ میاشتې کېږي چې د هند وېزو ته انتظار باسي.
دا محصلان د تېر کال د دوبي په رخصتیو کې د خپلو کورنیو لیدو ته راغلي وو خو مخکې تر دې چې بېرته هند ته لاړ شي، طالبان واک ته ورسېدل.
یو شمېر محصلانو پرون په کابل کې د هند د سفارت مخته مظاهره وکړه او د هند له حکومته یې وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې زده کړې د هند په پوهنتونونو کې بشپړې کړي.
د دغو کسانو په منځ کې د لیسانس، ماسترۍ او حتي دوکتورا دورې محصلان هم شامل دي چې د هند په پوهنتونونو کې یې زده کړې تر یوه ځایه ویلي او لا بشپړې کړې نه دي.
مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د هند له حکومته وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.
د هند حکومت تراوسه پورې دغو محصلانو ته نه دي ویلي چې وېزه ورکوي او که نه