افغان محصلینو په کابل کې د هندوستان پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115656-افغان_محصلینو_په_کابل_کې_د_هندوستان_پرضد_مظاهرې_وکړې
مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د هند له حکومته وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2022 08:53 Asia/Kabul
  • افغان محصلینو په کابل کې د هندوستان پرضد مظاهرې وکړې

مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د هند له حکومته وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم هغه افغان محصلان چې د هند په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره سکالرشیپونه ورکړل شوي اعتراض لري چې هند وېزه نه ورکوي.

دوی وايي، له کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان په کابل کې واک ته ورسېدل، هند افغانانو ته د وېزو ورکړه درولې ده.

معترض محصلان وايي، ۸ میاشتې کېږي چې د هند وېزو ته انتظار باسي.

دا محصلان د تېر کال د دوبي په رخصتیو کې د خپلو کورنیو لیدو ته راغلي وو خو مخکې تر دې چې بېرته هند ته لاړ شي، طالبان واک ته ورسېدل.

یو شمېر محصلانو پرون په کابل کې د هند د سفارت مخته مظاهره وکړه او د هند له حکومته یې وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې زده کړې د هند په پوهنتونونو کې بشپړې کړي.

د دغو کسانو په منځ کې د لیسانس، ماسترۍ او حتي دوکتورا دورې محصلان هم شامل دي چې د هند په پوهنتونونو کې یې زده کړې تر یوه ځایه ویلي او لا بشپړې کړې نه دي.

مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د هند له حکومته وغوښتل چې دوی پرېږدي چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.

د هند حکومت تراوسه پورې دغو محصلانو ته نه دي ویلي چې وېزه ورکوي او که نه