غزني ولایت کښې د امریکا په پخواني مرکز حمله شوي ده
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکا د عسکرو په پخوانۍ اډې باندې د ناپیژاندو الوتکو لخوا بمباري وشوې .
له افغانستانه د امریکا او د ناټو د عسکرو له وتلو وروسته د امریکا حکومت په ځلونو په افغانستان کښې د پوځي تجهیزاتو په پاتې کیدا او د طالبانو لاس ته د هغوې په ورتلو باندې خپله خواشیني څرګنده کړي وه .
عیني کتونکو وویل د افغانستان په غزني ولایت کښې د ناټو او د امریکا د پوځيانو په پخوانۍ اډې باندې چې همدا اوس د طالبانو په لاس کښې ده پرون د ناپيژاندو الوتکو لخوا حملې شوي دي .
ویل کیږي چې دغه پوځي مرکز ته نږدې په توحید اباد سیمې هم هوايي حمله شوي ده .
که څه هم طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو عیني کتونکي وايي یوې(۱) الوتکې څو ځله په غزني ولایت کښې په توحیداباد او پي ار ټي(PRT) اډې باندې بمبارې کړي دي .
له دې مخکې هم په هملند ولایت کښې د طالبانو په یوه مرکز هوايي حمله شوي وه .