طالبانو په پنجشیر کښې پوځي خوځښتونه رد کړل
May 07, 2022 09:55 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پنجشیر و لایت کښې د هر ډول پوځي خوځښتونو ادعا رد کړه .
له دې مخکې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم ډلې په پنجشیر ولایت کښې له طالبانو سره د نښتې او د دوو(۲) سیمو د ازادولو خبر ورکړی و .
دغه جبهې په خپلې ټویټر پاڼې کښې ادعا کړي وه چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د عبدالله خیل او ابشار ولسوالیانې له طالبانو نیولي دي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن وویل په پنجشیر ، تخار او نوریو سیمو کښې هیڅ پوځي نښته نه ده شوي او هغه ډلې چې په ټولنیزو رسنیو کښې ادعاګانې خپروي حقیقت نلري او هیڅوک باید اندیښنه ونکړي .
ټیګونه