طالبانو په پنجشیر کښې پوځي خوځښتونه رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115704-طالبانو_په_پنجشیر_کښې_پوځي_خوځښتونه_رد_کړل
زمونږ خبریال وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پنجشیر و لایت کښې د هر ډول پوځي خوځښتونو ادعا رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2022 09:55 Asia/Kabul
  • طالبانو په پنجشیر کښې پوځي خوځښتونه رد کړل

زمونږ خبریال وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پنجشیر و لایت کښې د هر ډول پوځي خوځښتونو ادعا رد کړه .

له دې مخکې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم ډلې په  پنجشیر ولایت کښې له طالبانو سره د نښتې او د دوو(۲) سیمو د ازادولو خبر ورکړی و .

دغه جبهې په خپلې ټویټر پاڼې کښې ادعا کړي وه چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د عبدالله خیل او ابشار ولسوالیانې له طالبانو نیولي دي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن وویل په پنجشیر ،  تخار او نوریو سیمو کښې هیڅ پوځي نښته نه ده شوي او هغه ډلې چې په ټولنیزو رسنیو  کښې ادعاګانې خپروي حقیقت نلري او  هیڅوک باید اندیښنه ونکړي .