طالبانو د ښځو لپاره برقعه اجباري کړه
زمونږ خبریال وايي د طالبانو د حکومت د امر به معروف او نهي ازمنکر وزارت په افغانستان کښې د ښځو لپاره له برقعې استفاده اجباري کړه .
دغه وزارت نن وویل له دې وروسته ښځې باید په ټول افغانستان او عمومي ځایونو کښې له برقعې استفاده وکړي .
د ښځو له کار او زده کړې سره د طالبانو له مخالفت وروسته دغه ډلې همدا اوس د ښځو د سفر او د میرمنو لپاره د ګاډو د چلولو د لایسنس د اخیستلو لپاره نوي بندیزونه لګولي دي .
طالبانو چې په تیرې اګست میاشتې کښې واک ته ورسیدل ژمنه کړي وه چې د تیر وخت په پرتله به د ښځو د حقوقو او د بشري حقوقو د رعایتونو په هکله نرمښت وښيي خو هغوې سوکه سوکه د افغانستان د خلکو په تیره بیا د ښځو حقوق محدود کړل او ښوونځیو ته د دوې د تلو مخه یې ونیوله او اجازه یې ورنکړه چې ښځې په ډيرو حکومتي کارونو کښې وګمارل شي .