افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115748-افغانستان_او_پاکستان_په_تیره_اونۍ
په تیره بیا دا چی څه موده وړاندی هم د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د چارواکو په دوسیې د قضایی غورد ضرورت په اړه د طالبانو حکومت د مشر څرګندونو په خلکو کې دا اخیستون رامینځته کړې دې چی دغه ډله په خپل دغه حکم پایبنده نده پاتې شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2022 10:15 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ

په تیره بیا دا چی څه موده وړاندی هم د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د چارواکو په دوسیې د قضایی غورد ضرورت په اړه د طالبانو حکومت د مشر څرګندونو په خلکو کې دا اخیستون رامینځته کړې دې چی دغه ډله په خپل دغه حکم پایبنده نده پاتې شوی .

 

مهمو خبرونو خلاصه

 په افغانستان کې د عمومی بخښنې خلاف ورزۍ کونکیو ته د طالبانو خبردارې

عربستان ته د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف سفر

د افغانستان له خلکو سره د ایران د بشر دوستانه مرستو دوام

د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د پاکستان غوښتنه

د افغانستان له خلکو سره د مرستې په ضرورت د سره صلیب ټینګار

پاکستان ته اماراتو د اقتصادی پلاوی سفر

او د پاکستان له نوی لومړی وزیر سره د خبرو لپاره د عمران خان چمتووالې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم بدلونونه وو .

عربستان ته د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف د کتنې په پاې کې د دواړو هیوادونو مشرانو ګډه بیانیه صادره کړه .

د پاکستان او عربستان مشرانو په دغه بیانیه کې د ترهه ګرو د پناه ځای په توګه د افغانستان له خاورې په نه استفادې په تینګار سره د طالبانو له دولته غوښتل د افغانانو د حقوقو درناوی وکړی . دواړو لورو په دغه باینه کې په افغانستان کې د امنیت د تامینولو او سولې د ټینګولو لپاره د طالبانو حکومت د هڅې په ضرورت ټینګار وکړ .

په دغه بیانیه کې راغلی دی د دواړو هیوادونو مشرانو همدارازپه  اسلامی اصولو باندې ولاړواو تضمین شویو  حقوقو رعایتول او په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره کوشش  مهم وباله .

قدرت ته له رسیدا وروسته د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف لخوا د لومړنی بهرنی سفر په توګه د عربستان انتخاب ښی چی له ریاض سره د اسلام اباد د اړیکیو پراختیا د مسلم لیګ د نواز څانګې سیمه ایز لومړیتوب دې . په تیره بیا دا چی په پاکستان کې د شریف اوپه عربستان کې سعودی کورنۍ له پخوا راهیسې نږدې او ضمیمانه اړیکی درلودلی دي او هروخت چی د نواز مسلم لیګ په پاکستان کې قدرت ترلاسه کړی دی ، د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا چټکه شوی ده .

د پاکستان اقتصادی چیلنجونو ته په پام سره د شهباز شریف د سفر مهم هدف د عربستان د اقتصادي مرستو جلبول دی چی ویل  کیږی د دغه هیواد لوړ رتبه چار واکو پاکستان د پور او نورو مرستو په چوکاټ کې له مالی پیکجونو وړاندی کولو سره موافقت کړی دی .

پاکستان په داسې شرایطو کې د شهباز شریف د لومړی وزارت په پړاو کې له عربستان سره د اړیکو د احیا په لاره کې ګام پورته کړی دی چی دغه اړیکي د عمران خان په پړاو کې کمزوري شوی وی .

د شهباز د سفر په پاې کې د دواړو هیوادونو د مشرانو په بیانیه کې د افغانستان مسلې ته تفصیلی اشاره ښی چی ریاض او اسلام ابادد افغانستان بدلونونه  له خپل بهرنی سیاست سره د خاص پیوستون لرونکی بولي .

د افغانستان په وړاندی د شهباز شریف کړچارونو او د امریکا له سیاستونو د هغه اغیز منلو ته په پام سره اټکل کیږی د شریف په پړاو کې د پاکستان بهرنې سیاست د عمران خان د پړاو په اپوټه پرمخ لاړ شی .

پاکستان د عمران خان په پړاو کې د افغانستان په اړه د دوو سیمه ایزو او نړیوالو غونډو په کوربتوب سربیره په افغانستان کې د طالبانو د واک د رسمیت پیژندلو لپاره له ځینو هیوادونو سره پراخې سلاومشورې ترسره کړې او په ځلونو یې له امریکا غوښتل چی د افغانستان کنګل شوی شتمنۍ ازادې کړی تر څو د طالبانو موقته دولت د افغانستان د چارو د اداره کولو توان ولرلې شی .

د پاکستان دلومړ ی وزیر په توګه له انتخابیدا لږ وروسته له امریکا سره د هر اړخیزه اړیکو د پراختیا لپاره د هغه د پروګرام په اړه  د شهباز شریف خبرو دا ګومان پیاوړې کړې دی چی اسلام اباد د شریف په پړاو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو په برابرولو کې د سپینې ماڼۍ ملاحظاتو ته جدی پام وکړی .

په همدې اساس ده چی په پاکستان کې په نویو اساسی بدلونونو سره د عمران خان د پړاو په پرتله له طالبانو دولت د دغه هیواد د سیاسی او مالی ملاتړونو د کمیدا په ترڅ کې په طالبانو داسلام اباد له لارې د سپینې ماڼۍ دباونه زیات شي .

په همدې اساس ممکنه ده د افغانستان له خاورې د ترهه ګرو په نه استفادې د پاکستان او عربستان د مشرانو د بیانیې ټینګار د همدغو تاوتریحوالیو له امله وی چی په وروستیو کې د اسلام اباد او کابل په اړیکو کې رامینځته شوی دی .

د طالبانو حکومت په وسیله د افغانانو د حقوقو درناوې د دغې بیانیې بل د ټینګار وړ ټکې دې چی د پاکستانی او عربستانی چارواکو له نظره په دغه هیواد کې د سولې او امنیت د تینګولو لپاره اساس کیدلې شی .

د طالبانو حکومت له خپلو عسکرو غوښتل چی تیرې دښمنیانې څنګته کړی او د عمومی بخښنې حکم خلاف ورزي دې نه کوی . له دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارووزیر سراج الدین حقانی هم خبردارې ورکړې وو چی که کوم وکړی د هیبت ا... اخوندزاده د عمومی بخښنې د حکم خلاف ورزی وکړی نو د اسلامی شریف په اساس به محاکمه شی .

طالبانو د تیر کال په اګست میاشت کې قدرت ته له ستنیدا وروسته دطالبانو د نویمې لسیزې له حاکمیته د متفاوتې څیرې په وړاندی کولو سره د کابل له نیولو وروسته عمومی بخښنې اعلان وکړ تر څو د دغه هیواد د پخواني دولت د چارواکو او عواملو د وژلې مخه ونیول شی .

په عین حال کی طالب ځواکونو نه یوازې د عمومی بخښنې په حکم عمل ندې کړې بلکې د افغانستان د پخوانی حکومت د پوځی قوماندانانو او دولتی چارواکو د پراخو پانسیو خبرونه خپره شوي دي چی د داخلی اوبهرنیو پراخو اعتراضونو سبب شوي دي ، په دې ډول چی نړیوال اورګانه د طالبانو عواملو دخپل  سرو پانسیو په اړه د پلټنې غوښتنه کوی .

په تیره بیا دا چی څه موده وړاندی هم د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د چارواکو په دوسیې د قضایی غورد ضرورت په اړه د طالبانو حکومت د مشر څرګندونو په خلکو کې دا اخیستون رامینځته کړې دې چی دغه ډله په خپل دغه حکم پایبنده نده پاتې شوی .

البته د افغانستان هغه پخواني چارواکي چی د طالبانو په سلطې سره له هیواده بهر ولاړل ، د عمومي بخښنې د حکم په اجرایی کیدا باندې په باور نه درلودلو په دلیل افغانستان ته ستنیدا لپاره ګروهنه پیدا نکړه .

هماغه ډول چی د طالبانو دولت د امر بالمعروف و نهی از منکر وزارت سرپرست اعلان کړی دی ټاکل شوی ده د کرزی ، عبدا... عبدا... او مسلم یار په شمول د افغانستان د ځینو پخوانیو چارواکو د اقتصادی فساد دوسیه چی په دغه هیواد کې شتون لري وڅیړل شی چی دا مسله د عمومی بخښنې له هغه  فرمان سره په تضاد کې ده چی طالبانو په افغانستان د بیا واک والۍ په لومړیو ورځو کې مطرح کړی وو .

په تیرو میاشتو کې په افغانستان کې د عمومی بخښنې د فرمان خلاف ورزی ښی چی دغه فرمان د طالبانو په حکومت کې اعتبار ندې پیدا کړې .

په افغانستان کې د سیاسی مسلو کارپیژاندې سیدقاسم مظفری وایی له دې وروسته چی د طالبانو سرغنې ملا هیبت ا... د عمومی بخښنې فرمان صادر کړ د افغانستان خلک په دې تصور وو چی طالبان د خپل مشر فرمان ته پایبنده دی خو طالبانو د عمومی بخښنې په حکم په سترګو پټولو سره د خپل مسر ځای ګډوډ کړ .

په داسې شرایطو کې چی ټاکل شوی ده د افغانستان د پخوانیو لوړ رتبه چارواکو اقتصادی فساد دوسیو قضایی غور وشي ، دا اندیښنه موجوده ده چی دا مسله حتی په افغانستان  کې د طالبان د حاکمیت په رسمیت نه پیژندلو کې د مختلفو هیوادونو د دریځ د پیاوړتیا سبب شی .

په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب دفتر مشر په دغه هیواد کې د بیوزلۍ په زیاتیدا د اندیښنې په څرګندولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل په دغه هیواد کې د انساني بحران په نسبت بی پامه پاتې نشي .

ایلوي فیلیون وویل  سړي، ښځې او ماشومان په کابل کې د شپې مهال د نانوایانو مخې ته کتار دریږي انتظار باسي چې لږ څه ډوډۍ ورکړل شي.

فیلیون زیاتوي چې په افغانستان کې بیوزلي او لوږه په چټکه مخ په زیاتېدو ده: هره ورځ د افغانستان خلک لا بیوزله کېږي افغانان دومره بېوزله شوي چې ما تر دې مخکې نه و لیدلي.

ده له نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې نړۍ افغانستان ته شا نه شي اړولی.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د پلاوي مشر، تر دې مخکې هم څو ځلې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي و چې چې ورځ وځي د کابل په واټونو کې د هغو ماشومانو شمېر زیاتېږي چې کار کوي. د دغو ماشومانو اکثریت د هغو دی چې میندې او پلرونه یې په تېرو کلونو کې وژل شوي دي. له دې مخکې  د ملګروملتو د کډوالو سترې کشمنرۍ هم تینګار کړی وو سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ ميلیون وګړي خوړو ته سخت اړ دي او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري .

نړیوالې ټولنې  افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو ورلیږل قدرت ته د طالبانو د رسیدا په پلمه درولی یا کم کړی دی او د میلیونونو افغانانو د لوږې او مړینې د خطر په اړه د نړیوالو اورګانونو له بیا بیا خبرداریو سره سره په دغه رویه کې بدلون ندې رامینځته شوې .

د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو کې دامریکا د سیاست دوام هغه بل عامل دې چی سبب شوی د طالبانو حکومت ونه کولې شی د دغه هیواد د خلکو د اړتیاو زیاتره برخې ته  چی د وارداتو له لارې تامنیږي ، ځواب ورکړی .

امریکا په تیر اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو له سلطې وروسته د افغانستان د مرکزی بانک ټولې شتمنۍ کنګل کړې او همدغه مسله سبب شوه چی د طالبانو دولت د خلکو د اړتیاو په تیره بیا خوراکی موادو د ضرورتونو په تامینولوکې له سترو چیلنجونو سره مخامخ شی .

له دې سره سره د ایران په شمول ځینو هیوادونو په وروستیو میاشتو کې په څو نوبتونوکې د افغانستان د خلکو لپاره بشردوستانه مرستې چی پکې خوراکی مواد ، درمل او روغتیایی شیان شامل دي ، ورلیږلي دي خو په دغه هیواد کې د اړتیاو اندازه په دغو محدودو مرستو سره سمون نه خوری .

د ملګروملتو د کډوالو چارود سترې کشمنرۍ په شمول د مختلفو نړیوالو اورګانونو شمیرنې ښی چی د افغانستان څه د پاسه شل میلیونه خلک  د لوږې له خطر سره مخامخ دي .

مخکې هم له ملګروملتو سره اړونده د خوړو نړیوال پروګرام هم په دغه هیواد کې د میلیونونو کسانو د لوږې له امله په افغانستان کې د انسانی کړکیچ د رامینځته کیدا په اړه خبردارې ورکړ او د وروستیو جنګونو او چکالۍ له امله په افغانستان کې د بی وزلۍ د سونامۍ د بڼه غوره کولو د احتمال خبر ورکړ .

د خوراکی موادو د کمیدا ، سختې ګرانۍ او د افغانستان د ملی بیسو د ارزښت د کمیدا په دلیل  په دغه هیواد کې د لوږې د خطر په اړه د نړیوالو اورګانونو د خبرداری دوام د دې ښودنه کوی چی دغه خطرناک وضعیت پهدغه هیواد کې هماغه راز دوام ولرلې شی او نړیواله ټولنه باید په دې هکله کومه چاره وکړی .

پای