افغانستان ته ۳۲میلیونه ډالر بشري مرسته اورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115760-افغانستان_ته_۳۲میلیونه_ډالر_بشري_مرسته_اورسېده
د افغانستان بېنک دغه هېواد ته د بشري مرستو په لړ کښې د ۳۲میلیونه ډالرو نورې بشري مرستې رارسېدو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2022 11:46 Asia/Kabul
  • افغانستان  ته ۳۲میلیونه ډالر بشري مرسته اورسېده

د افغانستان بېنک دغه هېواد ته د بشري مرستو په لړ کښې د ۳۲میلیونه ډالرو نورې بشري مرستې رارسېدو خبر ورکوي.

د دغه بېنک په ټوئيټرپاڼه لیکل شوي چې دغه نغدي مرسته کابل ته تر وررسېدو وروسته یو سوداګریز بېنک ته سپارل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دغه بېنک له قانوني لارو هېواد ته د اسعارو د راتګ او د نړیوالو مرستو هرکلی کوي.

یاد بېنک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په نورو مالي برخو کښې هم ورسره مرسته وکړي.

تر دې مخکې هم تر ۵۰۰میلیونه ډالره ډېره بشري مرسته  افغانستان ته رسېدلې ده.

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي چې د دغو مرستو پر مټ به د هېواد بېنکي سیسټم پیاوړے او مالي ستونزې به ورسره حل شي.

د يادونې ده چې امريکې د افغانستان د ميليارډونو ډالره شتمنيو په بلاک کولو سره دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړے دے.