د کابل د سید الشهدا ښوونځي مراسم ترسره شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115808-د_کابل_د_سید_الشهدا_ښوونځي_مراسم_ترسره_شول
زمونږ خبریال وايي د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د شهیدانو د لومړۍ کلیزې مراسم وشول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2022 00:11 Asia/Kabul
  • د کابل د سید الشهدا ښوونځي مراسم ترسره شول

زمونږ خبریال وايي د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د شهیدانو د لومړۍ کلیزې مراسم وشول.

د کابل ښار په لویدیځ کښې په سید الشهدا ښوونځي باندې د ترهګرۍ حملې له لومړۍ کلیزې سره په یووخت وړمه شپه د شهیدانو د کورنیو د غړیو ، زده  کونکو او د معلمانو په شتون سره د شمع د  بلولو مراسم ترسره شول .

د کابل د سید الشهدا ښوونځي زده کونکو په دغو مراسمو کښې یوځل بیا د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو او له شپږم ټولګي څخه د بره کلاسونو د انجلیو د درس د له سره پیلیدا غوښتنه وکړه .

همدا اوس د کابل په سید الشهدا ښوونځي کښې د جنایت یو(۱) کال تیریږي خو د هغه اړخونه نه دي ښکاره شوي هغه دا چې کومو کسانو دغه جنایت پلان ، منظم او  اجرا کړی دی خو هغه څه چې معلوم دي دا دي چې د دغه حملې عاملانو په افغانستان کښې د مذهبي تفرقې د رامینځته کولو کوشش کاوه چې البته د خلکو په هوښیارۍ سره خپل هدف ته ونه رسیدل .

په افغانستان کښې له تیرو څو میاشتو راهسې د هزاره قوم پرضد ترهګرې حملې زیاتې شوي دې چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او په سلګونو نور ژوبل شوي هم دي .