د افغانستان له خاورې په هیڅ هیواد تیری نه کیږي
صدای افغان خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د افغانستان له خاورې به به هیڅ هیواد حمله ونشي .
دا په داسې حال کښې دې چي راپورونه وايي د افغانستان له خاورې په تاجیکستان او ازبکستان باندې څو راکټونه ویشتل شوي چې ذمه واري یې داعش ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي ده .
داعش ترهګرې ډلې دغه راز په افغانستان کښې د تیرې میاشتې د څو ترهګرو بم چاودنو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی چې له کبله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي .
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متفي پرون په یوه(۱) ټویټ پیغام کښې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره د کتنې خبر ورکړ او ویې ویل طالبان یوځل بیا دنیا ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پرضد استفاده ونشي او طالبان په دې زمینه کښې هڅه کوي .
په عین حال کښې د افغانستان د مرکزي بانک لوړرتبه سلاکار «لطف الحق نور پسرلي »هم د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره په کتنې کښې د بیلابیلو بانکي او د مالي مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له استازیو او ډیپلوماټانو سره د طالبانو د حکومت د چارواکو دغه کتنه په داسې حال کښې ترسره کیږي چې تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی خو طالبان دا ډول روابط د نړۍ د هیوادونو لخوا د خپل حکومت په پټ ډول په رسمیت پیژندل ګڼي .
د ښځو د اساسي حقوقو تامینول ، د نورو هیوادونو پرضد د افغانستان د خاورې نه کاریدل او د پراخ بنسټه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې شرطونه دي .