د افغانستان طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی
زمونږ خبریال وايي د ایران له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د پولیسو مشر مجید کریمی له نشه ییزو توکو سره د مبارزې په زمینه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت اقداماتو ته په اشارې سره وویل طالبانو د کوکنارو په کر باندې د بندیز د لګولو په ژمنې عمل نه دی کړی .
هغه وویل د هغه ژمنې پراساس چې طالبانو یوه (۱) میاشت مخکې د کوکنار په کر او د افیمو په تولید باندې د بندیز او د محدودیت د لګولو په هکله کړي وه له بده مرغه تر نن ورځې پورې په دې زمینه کښې هیڅ مثبته نښه نه ده لیدل شوي او ایران او د نړۍ نورو هیوادونو ته له افغانستان څخه د نشه ییزو موادو د راتلو بهیر هماغه راز دوام لري .
کریمي دغه راز د طالبانو لخوا د ضرورت د اعلانولو په بڼه کښې له نشه ییزو موادو سره د مبارزې په زمینه کښې د تجربو د انتقالولو لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ .
د ایران له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د پولیسو مشر مجید کریمي دغه راز په تیر کال کښې د څه د پاسه پینځویشت زره (۲۵۰۰۰) کلوګرامه د شیشه نشه ییزو موادو چې له افغانستان څخه ایران ته راوړل شوي وو د کشفولو خبر ورکړ او ویې ویل دغو نشه ییزو موادو نوی ریکارډ جوړ کړی دی .