د طالبانو او د ملګروملتونو استازیو کتنه او خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115902-د_طالبانو_او_د_ملګروملتونو_استازیو_کتنه_او_خبرې_وکړې
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د مشر مرستیال د ملګروملتونو له ځانګړي استازي سره له افغانستان سره د انسان دوستانه مرستو او د ښځو د حقوقو په هکله خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2022 01:13 Asia/Kabul
  • د طالبانو او د ملګروملتونو استازیو کتنه او خبرې وکړې

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د مشر مرستیال د ملګروملتونو له ځانګړي استازي سره له افغانستان سره د انسان دوستانه مرستو او د ښځو د حقوقو په هکله خبرې وکړې .

د طالبانو د حکومت لخوا د خپرې شوي بیانیې پراساس د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن ډبورا لاینز د طالبانو د حکومت د مشر د اداري چارو له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کښې په افغانستان کښې ملګروملتونو ته د اړونده ارګانونو د فعالیت په هکله د اطلاعاتو د وړاندې کولو په ترڅ کښې له دغه هیواد سره د انسان دوستانه مرستو د اسانولو او  کوټلتیا او د ډیرې غږملتیا او د چیلنجونو  د ختمولو لپاره د مرستندویه ادارو او له  ملګروملتونو سره له اړونده وزارتونو سره د ګډې غونډې د ترسره  کولو غوښتنه وکړه .

عبدالسلام حنفي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې وروستیو سیلابونو ته په اشارې سره له تاوان لیدونکو خلکو سره د ډیرو مرستو غوښتنه وکړه او د نشه ییزو موادو په کر او قاچاق باندې بندیز ته پام سره یې له ملګروملتونو وغوښتل چې د ځای ناستي معیشت په زمینه کښې د افغانستان له کروندګرو سره مرسته وکړي .

د ملګروملتونو ځانګړي استازي ډبورا لاینز هم په ټویټ پیغام کښې د طالبانو له لوړرتبه مشرانو سره خپلو کتنو ته په اشارې سره وویل په دغو کتنو کښې مې د افغانستان د ښځو د حقوقو د ساتلو ، د هغوې د نه محدودولو ، د انجلیو پرمخ د متوسطه ښوونځیو د بیرته پرانیستلو او دغه راز په کار او ژوند کښې د ښځو په کامل ډول د ګډون د امکان د برابرولو غوښتنه وکړه .