په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په هکله غونډه جوړوي
May 12, 2022 10:47 Asia/Kabul
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی د دې هیواد د کړکېچ د هوارېدو په موخه د ځانګړې غونډې د تر سره کېدو خبر ورکړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وایي، په نږدې راتلونکي کې به له اوسني بحران څخه د افغانستان د وتلو لپاره ناسته جوړه کړي.
نصیر احمد فایق پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ له خوا په هېواد کې د سولې او ثبات ټینګېدو په هدف ترسره کېږي چې په هغه کې د افغانستان د خلکو اراده تمثیل او د افغانانو اساسي حقونه وساتل شي.
دی زیاتوي چې په دې غونډه کې به په کور دننه او بهر د افغانستان مخکښ شخصیتونه ګډون وکړي
ټیګونه