طالبانو په افغانستان کښې الیکټرانیک پیژندپاڼې بدلې کړې
May 14, 2022 03:04 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو لنډمهاله حکومت په دغه هیواد کښې د الیکټرانیکي پیژندپاڼو د بدلیدو خبر ورکړ
په افغانستان کښې د الیکټرانیک پيژندپاڼو صادریدل درې کاله مخکښې پیل شوي خو په دغه هیواد کښې د سیاسي بدلونونو او د طالبانو په واکمنیدو سره، د نویو پيژندپاڼو صادریدل ورو شوي دي.
د طالبانو د لنډمهاله حکومت مرستیال ویاند انعام ا... سمنګاني پرون وویل چې د دغه حکومت اداري کمیشن پریکړه کړې چې د دغه هیواد نوې الیکټرانیک پیژندپاڼې (د اسلامي امارت) په نښې سره او په نوي شکل چاپ کړي.
هغه زیاته کړه: د طالبانو د حکومت د مرستیال مشر مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمیشن په غونډه کښې فیصله وشوه چې الیکټرانیک پيژندپاڼې بدلې شي.
ټیګونه