ننګرهار کې د وسله‌والو غلو ۹ کسیزه ډله ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177554-ننګرهار_کې_د_وسله_والو_غلو_۹_کسیزه_ډله_ونیول_شوه
د ننګرهار امنیتي ځواکونو په جلال‌اباد ښار کې د وسله‌والو غلو یوه نهه کسیزه ډله نیولې، چې د وسلې په زور یې له خلکو قیمتي توکي لوټل.
(last modified 2026-09-02T08:25:04+00:00 )
Sep 02, 2026 12:53 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د وسله‌والو غلو ۹ کسیزه ډله ونیول شوه

د ننګرهار امنیتي ځواکونو په جلال‌اباد ښار کې د وسله‌والو غلو یوه نهه کسیزه ډله نیولې، چې د وسلې په زور یې له خلکو قیمتي توکي لوټل.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، یاد کسان د جلال‌اباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، له نیول شویو کسانو څخه غلا شوي سره زر، نغدې پیسې، موبایلونه او نور قیمتي توکي، همداراز دوه موټر او یوه ریکشا ترلاسه شوي، چې له دغو وسایطو څخه به په غلاوو کې کار اخیستل کېده.

حماد زیاتوي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.