د افغانستان ځینې پخواني چارواکي هیواد ته ستانه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116016-د_افغانستان_ځینې_پخواني_چارواکي_هیواد_ته_ستانه_شوي
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو چارواکو د افغانستان د څه د پاسه پینځه سوه پخوانيو چارواکو او کارکونکو راستنیدل تائید کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2022 01:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان ځینې پخواني چارواکي هیواد ته ستانه شوي

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو چارواکو د افغانستان د څه د پاسه پینځه سوه پخوانيو چارواکو او کارکونکو راستنیدل تائید کړل .

د طالبانو لوړرتبه غړي انس حقاني د دغو کسانو بیرته راستنیدل په افغانستان باندې د واکمن موقته حکومت د اقداماتو او د هڅو نتیجه وبلله .

انس حقاني وویل په دوې کښې کابو پنځوس کسان د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي دي او ځینو یې په وزارتونو کښې کار کاوه .

څه موده مخکې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته افغانستان ته د اخري ولسمشر اشرف غني د بیرته ستنیدا په اړه  خبرونه خپاره شول  خو طالبانو هیواد ته د اشرف غني راستنیدل تائید یا رد نکړل خو په هر حال د دا ډول خبرونو یا اوازو خپرول د دغه غوښتنې د تحقق لپاره د طالبانو د جدیت ښودنه کوي .

افغانستان له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی او د طالبانو له نظره د نړیوال روا والي ترلاسه کول  له بهر نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا زمینه جوړونکی دی .

په همدې دلیل دغه ډلې له ډیرې مودې راهسې د نړیوالې ټولنې د نظر د جلبولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي .