طالبانو د افغانستان د مخکنی حکومت پنځه مهمې ادارې لغوه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116118-طالبانو_د_افغانستان_د_مخکنی_حکومت_پنځه_مهمې_ادارې_لغوه_کړې
د طالبانو حکومت د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون پنځه مهم ارګانونه او ادارې لغوه کړي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2022 08:58 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان د مخکنی حکومت پنځه مهمې ادارې لغوه کړې

د طالبانو حکومت د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون پنځه مهم ارګانونه او ادارې لغوه کړي ده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني رسنیو ته وویل چې دغو ادارو ته نوره اړتیا نه وه او دوی د نوي کال په مالي بودجه کې نه دي شامل کړي.

د نویو لغوه شویو ارګانونو په ډله کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا چې مشري یې عبدالله عبدالله کوله هم شامله ده.

په یوه مکتوب کې چې د افغانستان د طالبانو حکومت د چارو د عمومي ریاست ادارې له خوا لېږل شوی او په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی ویل شوي، چې د طالبانو د مشر د لارښوونې له مخې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د مشرانو او ولسي جرګې دارالانشاوې، د ملي مصالحې عالي شورا او د ملي امنیت شورا د تیري میاشتې له لومړۍ نېټې منحل شوي دي.