طالبان:
امریکا سره دښمن نه یو
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تاکید وکړ چي د طالبانو حکومت نه یوازې امریکې ته د دښمن په سترګه نه ګوري بلکې واشنګټن سره د اړیکو د رغولو په لټه کې دی.
حقاني سي ان ان ته وویل: دوی غواړي چې په راتلونکې کې د نړیوالو اصولو او مقرراتو له مخې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښه اړيکي ولري.
امریکې سره د طالبانو په پیاوړي اړیکو د سراج الدین حقاني تاکید په داسي حال کې مطرح شوی دی چي د هغه نوم لا د امریکې د امنیتي اداراتو په ټروریستي لیست کې شامل دی.
دا په داسی حال کې دی چي د طالبانو په هاخوا د افغانستان خلګ امریکا خپل دښمن بولي او د امریکې له لوري د خپلو شتمنیو بندېدا د افغانستان د اوسني کړاوونو لامل ګڼي.
د امریکا فډرل پولیس د حقانی د نیولو لپاره ۱۰ میلیون ډالره انعام په نظر کې نیولی دی.
د خبر پای/.