هیڅ هیواد ته په افغانستان کښې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116196-هیڅ_هیواد_ته_په_افغانستان_کښې_د_لاسوهنې_اجازه_نه_ورکوو
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې دغه حکومت هیڅ هیواد، د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنې ته نه پریږدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2022 02:59 Asia/Kabul
  • هیڅ هیواد ته په افغانستان کښې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې دغه حکومت هیڅ هیواد، د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنې ته نه پریږدي.

په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې دغه حکومت هیڅ هیواد، د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنې ته نه پریږدي.

فارس خبري آژانس پرون لیکلي چې شیر محمد عباس ستانکزي په اماراتو کښې له یوشمیر افغان سوداګرو سره په کتنه کښې د کوم هیواد له نوم اخیستو پرته وویل: که یو هیواد د افغانستان په کورنیو چارو کښې مداخله کول وغواړي نو طالبان ورسره د مقابلې توان لري.

ستانکزي وویل چې په افغانستان کښې اقلیت او اکثریت نشته او د دغه هیواد ټول خلک د پردیو په وړاندې سره یوموټې او متحد دي.

د طالبانو د حکومت دغه جګ پوړي چارواکي زیاته کړه: د افغانستان خلکو د خپل هیواد د دفاع لپاره له کلونو راهیسې د نیواکګرو مقابله کړې ده.