کندوز کښې یو صراف وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116240-کندوز_کښې_یو_صراف_وژل_شوی_دی
‏‏‏په کندوز کې د طالبانو ځايي چارواکي تاییدوي چې ناپېژاند وسله والو پرون په دغه ولايت کې درې تنه وژلي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2022 00:32 Asia/Kabul
  • کندوز کښې یو صراف وژل شوی دی

‏‏‏په کندوز کې د طالبانو ځايي چارواکي تاییدوي چې ناپېژاند وسله والو پرون په دغه ولايت کې درې تنه وژلي دي

د کندوز د امنیې قوماندانۍ طالب ویاند عبیدالله عابد وايي چې د رستاق آباد کلي ته څېرمه ناپېژاند وسله وال د یو صراف په ګډون دیوې کورنۍ درې غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

نوموړی وايي چې د قاتل د نیولو هڅې پیل شوې دي.

د پېښې انګېزه نه ده په ډاګه شوې، خو ګمان کېږي چې د غلا وجه به وي.

یاده دې وي چې په افغانستان باندې د طالبانو په واکمنیدو سره دا ډول پېښې کمې شوې وې، خو د بې کارۍ او فقر له شدت سره یې د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي دي.